د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي زوی امريکا ته رسېدلی. مخکې د سعودي عربستان مشرتابه پر ده د سفر کولو بنديز لګولی و خو اوس هغه بنديز لېرې شو.
صلاح بن جمال خاشقجي د پنجشنبې په ماښام امریکا ته ورسېد. «سي.اېن.اېن» ټلوېزیون پهدې اړه راپور ورکړی.
دی د سعودي عربستان او امریکا دوه تابعیته لري، خو څو مياشتې مخکې يې پر پاسپورټ د سفر بنديز لګول شوی وو.
امریکا ته تر سفر مخکې د سعودي عربستان له شهزاده محمد بن سلمان سره د ده عکسونه خپاره شول چې ورسره ستړې مشې کوي. سعودي منلې چې د صلاح پلارجمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د اکتوبر په دوهمه وژل شوی وو.
شهزاده محمد بن سلمان پر نړیواله کچه له انتقاد سره مخامخ شوی دی او ډېری چارواکي ادعا کوي چې ښايي د خاشقجي په قضیه کې د ده لاس وو.
امريکا مېشتي ۵۹ کلن خاشقجي له واشنګټن پوسټ سره کار کاوه او د سعودي عربستان د مشرتابه منتقد وو. دی وروسته له هغه ورک شو چې په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته د اکتوبر په دوهمه نېټه ننوت.
د سعودي عربستان لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ وويل چې په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د خاشقجي وژنه له مخکې پلان شوې وه. سعودي مخکې برعکس ويلي وو چې د خاشقجي مړينه تصادفي وه.