دين محمد: د مسکو غونډه د راتلونکې اوونۍ پای ته تر رسېدو مخکې جوړېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه د راتلونکې اوونۍ پای ته تر رسېدو مخکې جوړېږي.

د سولې د عالي شورا مرستيال عزيزالله دين محمد نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې غونډې د نتايجو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

نوموړی وايي:

"د افغانستان له‎خوا د ګډون په اړه تفاهم شوی او افغانستان هم په‎دې غونډه کې ګډون کوي. لکه څنګه چې اورو ډېری لوري به په‎کې ګډون لري او تمه لرو چې ښه نتايج ترلاسه کړو."

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه د سېپټمبر مياشتې په لومړيو کې جوړه شي خو وروسته ځکه وځنډېده چې افغان حکومت په‎کې له ګډ‌ونه ډډه وکړه او وې ويل چې د افغانستان د سولې په اړه هره غونډه باید د افغان حکومت په څېښتن توب او مشري جوړه شي.

وروسته کابل او مسکو توافق وکړ چې په ګډه به د دې غونډې د جزئياتو او نوې نېټې په اړه کار وکړي.