د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې اوونۍ چين ته ځي

ټاکل شوې ده د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې اوونۍ چين ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دی اوس هم د خپل هېواد د ضعيفه اقتصاد د ښېګړې په خاطر هلې ځلې کوي.

روانه اوونۍ ده سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د پاکستان د بودجې د کسر د بحران لپاره شپږ میلیارده ډالره فنډ تر لاسه کړ.

ده د چهارشنبې په ورځ په يوه ټلوېزيوني وينا کې وويل چې هدف يې د نړیوال وجهي صندوق څخه د پور کچه راټيټول دی.

د پاکستان مخ پر ځوړ مالي وضعيت اندېښنې راپورته کړي چې له چين سره د یوه سړک یوه کمربند پراخې پروژې سکڼلو ته اړتيا شي.

کارپوهان وايي، عمران خان به د خپل سفر پر مهال له چينه مالي مرستې وغواړي.

چين پاکستان ته مخکې پور ورکړی او ژمنه يې کړې چې په پاکستان کې به د یو سړک او کمربند پروژې تر چتر لاندې د ۶۰ میلیارده ډالرو په لګښت تأسيسات جوړ کړي.

عمران خان په اګسټ مياشت کې د واک تر لاسه کولو وروسته د پاکستان له متحدو هېوادونو پورونه غوښتي.

ده چين او سعودي عربستان د پاکستان ملګري هېوادونه بللي. پاکستان له ۱۹۸۰يمې لسيزې راهيسي په تکراري توګه د پيسو وجهي صندوق ته د پور لپاره مراجعه کړې ده.

تېر ځل په ۲۰۱۳میلادي کال کې پاکستان د بودجې د کسر د توازن لپاره شپږ اعشاريه شپږ میليارده ډالر پور تر لاسه کړی وو.