د سخروف معتبره جایزه اولېح سېنسوف ته ورکړل شوه

د اروپا پارلمان پرون پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه ، د فکر د ازادۍ لپاره د سخروف معتبره جایزه اوکرایني فلم جوړونکی اولېح سېنسوف ته ورکړه.

د اروپايي پارلمان مشر انتونیو تیاني وویل:

"ما ته د دې اعلان ویاړ را په برخه شوی چې د اروپا د پارلمان د سیاسي ګروپ کنفرانس پرېکړه کړې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سخروف جاېزه اولېح سېنسوف ته ورکړي."

اولېح سېنسوف په خټه د کرېميا دی.

هغه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې روسیې په زور د کرېمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، د مخالفت غږ اوچت کړ.

سېنسوف په روسیه کې زنداني دي.

هغه له ترورېزم سره د ارتباط په تورمحاکمه او په ۲۰ کاله بند محکوم شو.

غربي دولتونو او د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر ادارو د سېسنوف محاکمه او زنداني کېدل سیاسي حرکت بللی دی.