عالمان او نوماندان: په خوست کې دې له بایومټریک پرته رأيې باطلې اعلان شي

د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د ولسي جرګې ۲۵ نوماندانو او یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان د ټاکنو او شکایاتو له خپلواکو کمېسیونونو غوښتنه وکړه چې په یاد ولایت کې دې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یوازې هغه رأيې وشمېرل شي چې د بایومټریک له لارې کارول شوي وي.

دوی ویل، د ټاکنو په ورځ د یو شمېر نوماندانو له‎خوا بایومټریک ماشینونه په پلان شوي بڼه خراب ښودل کېدل او له‎دې موقع څخه په ګټه يې په درغلیو لسګونه صندوقونه ډک کړي دي.

معترضو نوماندانو ګواښ وکړ، که د ټاکنو او شکایاتو خپلواک کمېسیونونه د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي، نو پایلې به يې د دوی لپاره د منلو وړ نه‎وي او په مدني حرکتونه به لاس پورې کړي.

په خبري ناسته کې د ولسي جرګې یو تن نوماند حفیظ الله صبري وویل، هغه رأيې چې بایو مټریک نه‎وي دوی يې منلو ته تیار نه‎دي.

ده غوښتنه وکړه چې په صندوقونو کې شته رأيې دې، د ملي او نړیوالو ناظرینو په مخکې بیا ځل وشمېرل شي.

د ولسي جرګې یو بل تن نوماند عبدالولي واحدزی وايي، په تڼیو، سپېره، اسماعېل خېلو او مندوزيو، صبریو، باک، علي شیرو حتی د ځاځي میدان په ځینو سیمو کې بایومټریک سیستم نه دی کارول شوی او په مهندسي شوي شکل دا سیستم غیر فعال ښودل شوی دی.

عبدالولي واحدزی

په خبري کنفرانس کې د ولسي جرګې د نوماند امیر بهیر له‎خوا د نوماندانو څلور ماده‎ییز پرېکړه‎لیک هم ولوستل شو چې په‎کې غوښتنه شوې، له بایو مټریک پرته ټولې رأيې دې باطلې اعلان شي.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې د عدالت او شفافیت د تامین په موخه دې په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې کارول شوې رأيې، د نوماندانو، داخلي او بهرنیو ناظرنانو پر وړاندې د بیا ځل لپاره وشمېرل شي.

معترضو نوماندانو په پرېکړه لیک کې دا غوښتنه هم کړې،هغه کسان چې د درغلیو په موخه يې د ټاکنو په بهیر کې مداخلې کړي، د تحقیقاتو لپاره دې عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

بل ځای په ورته توګه د یووالي او بدلون کاروان د بنسټ په انګړ کې هم د ګڼو دیني عالمانو او قومي مخورو په ګډون غونډه جوړه شوې وه، هغوی هم ویل چې په ټاکنو کې دې یوازې د بایومټریک له لارې کارول شوې رأيې وشمېرل شي.

مولوي ولیدګل وویل ځینې خلک په ساعتونو رأی اچونې ته په لیکو کې متنظر ولاړ ول، خو ځینونوماندانو بیا د درغلیو له لارې صندوقونه ډک کړي دي.

ده ګواښ وکړ، که د ټاکنو کمېسیون هغه رأيې چې بایومټریک نه دي وشمېري، نو د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شورا د ټاکنو پر مهال به د منبر له لارې پر خلکو غږ وکړي چې ستاسو رأيې ځای نه نیسي.

مولوي ولیدګل

په خوست کې د ولسي جرګې نوماندانو داسې مهال په ټاکنو کې په کارول شویو رایو کې د شفافیت د تامین غوښتنه کړې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې رأی شمېرنه به په شفاف اوجدي ډول ترسره شي.

د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد په همدې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه کوي تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په خبره د افغانستان د ولسي جرګې په ټولټاکنو کې شااوخوا څلور میلیونه کسانو خپلې رأیې کارولي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل