د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيې چې په افغانستان کې د کوکنارو توليد کم شوی او عمده علت يې د افغان او بهرنیو ګډو نظامي ځواکونو هوايي بریدونه دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، دې هوايي بريدونو په هغو ولایتونو کې ښه نتيجه ورکړې چې هلته د کوکنارو کښت او توليد ډېر وو.
ښاغلي احمدي زیاته کړه:
"دا بریدونه ډېر مؤثر وو. د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیل کې د هوايي بریدونو نتيجه په هلمند، فراه او نیمروز ولايتونو کې ډېر ښه وو، بالاخره د نشهيي موادو قاچاق کوونکي هم پوه شول چې افغان او ائتلافي ځواکونو د دوی پر خلاف لاسونه سره ورکړي دي. قاچاق کوونکي په هر ځای کې تر برید لاندې نیول کېږي، له همدې امله موږ وينو چې نشه يي مواد تر پخوا کم شوي او دا کموالی د افغان او ائتلافي ځواکونو په ګډو هوايي بریدونو پورې مستقیماً اړه لري، ځکه نو موږ هڅه کوو چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هغه اړخونه غښتلي کړو چې پخوا ګټور وو، څو ښې لاسته راوړنې ولرو."
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي اداره يا «SIGAR» په تازه راپور کې راغلي چې د نشهيي موادو پر کارخانو د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډو هوايي بریدونو له پیله بیا تر اوسه پورې د نشه يي موادو د جوړولو ۱۵۴کارخانې او د تریاکو څو زېرمې ويجاړې شوي دي.
د سیګار د راپور له مخې د دې عملیاتو په نتیجه کې یوازې طالبانو ته تر ۴۴ میلیونو امريکايي ډالرو ډېر زیان اوښتی او د ۴۱ ميليونو ډالرو په ارزښت کېمیاوي مواد هم لهمنځه تللي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته ویلي و چې له افغان ځواکونو سره د دوی د ګډو عملیاتو په نتیجه کې وسلهوالو طالبانو او د نشه يي موادو قاچاق کوونکو ته نېږدې پنځه سوه میلیونه امريکايي ډالر زیان اوښتی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، د افغان ځواکونو هوايي بریدونه د هلمند، فراه، ننګرهار او نیمروز ولایتونو هغو سیمو ته هم غځېدلي چې هلته د قاچاقو لارې تېرې شوي او يا هم هلته ترياک ساتل کېږي.
نوموړی وايي:
"په ننګرهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه او بدخشان کې د نشهيي موادو د جوړولو پر کارخانو او قاچاق کوونکو باندې شوي بریدونه ډېر ګټور وو. دغه ډول موږ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هم پلان لرو چې افغان ځواکونه د نشهيي موادو د کارخانو په ګډون د هر هغه څه پر وړاندې مبارزه وکړي چې د امنیت او سولې لپاره ګواښ وي."
د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت غواړي ټول هغه ميتودونه او پروګرامونه تشخیص کړي چې په روان میلادي کال کې يې د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په را کمولو کې مثبت رول درلود.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5