د بدخشان ولایت پولیسو لسګونه لېټره الکولي مشروبات نیولي دي.
د بدخشان ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې د کشف امر نثار احمد جهانګیر رسنیو ته وویل چې دوی په کِشم ولسوالۍ کې ۳۲۹ بوتله الکولي مشروبات په داسې حال نیولي چې په دوو موټرو کې د تخار ولایت له ینګي کلا ولسوالۍ څخه بدخشان ته قاچاق کېدل او پهدې تور یې دوه تنه هم نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د بدخشان پولیسو تر سل بوتله ډېر الکولي مشروبات دې ولایت ته د قاچاقو پر مهال نیولي دي.