د تېرې لمریزې میاشتې په ۲۶مه نېټه په کندهار ولایت کې د یوې وسلهوالې حملې له امله د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رئیس جنرال مومن حسینخېل ووژل شول.
که څه هم د دغه پېښې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه او شکونه څرګند شول، خو افغان حکومت پاکستان تورن کړ چې د جنرال رازق د قتل توطئه په یاد هېواد کې جوړه شوې ده.
د حقیقت څه دی؟ په روانه خپرونه کې د ودان افغانستان ګوند له اوسني منشي او دورهيې رئیس محمد یار یار چې د کندهار اوسېدونکی او د حالاتو څارونکی دی سره په همدې مسئله غږېږو.
د خپرونې کوربه اکرامالله اکرام دی او خپرونه په لاندې لینک اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5