عبدالله: په کندهار کې وروستۍ حمله پر افغانستان څرګند تېری و

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په کندهار کې وروستۍ حمله پر افغانستان څرګند تېری و.

هغه نن پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه، کندهار ته ولاړ.

په کندهار کې د اکټوبر په ۱۹مه په وسله‌واله حمله کې د هغه ولایت مخکېنی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی او د امنیت رئيس عبدالمومن حسین‌خېل ووژل شول او والي سخت زخمي شو.

ښاغلي عبدالله وویل چې حکومت په کندهار کې د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه جدي څېړنې کوي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"تاسو ډاډ ولرئ چې موږ د دې حادثې د څېړنې په برخه کې سر سري کار نه‌کوو، ځکه دا حمله پر افغانستان تېری و، معلومه وه چې د هغه دښمنان څوک وو."

د افغانستان ولسمشر کندهار ته په وروستي سفر کې وویل چې دا حمله په پاکستان کې طرح او له هغه ځایه تنظیم شوې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د حملې عاملان ونیسي او ورته ویې‌سپاري، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.

په کندهار کې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې انتخابات کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، دا ټاکنې به له هغو ستونزو پرته ترسره شي چې په نورو ولایتونو کې رأی ورکوونکي ورسره مخامخ شوي وو.