د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو په لیکو کې یې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالېسي ترتیب کړې ده.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، دغه پالېسي د ملي اردو په لیکو کې د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او مصونیت لپاره یو ګټور اقدام دی.
د نوموړي په وینا دغه پالېسي ښځې او نجونې هڅوي چې د ملي اردو له لیکو سره یوځای شي.
ښاغلي جاوید همدا شان زیاته کړه چې دا مهال د ملي اردو په لیکو کې د جنسي ځورونې بحث صفر ته رسېدلی.