د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیو د راټولولو ملي مرکز پرانیست

د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کارول شویو رأیو د راټولولو ملي مرکز پرانیستل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۲» د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو د استازو او خبریالانو په حضور کې د یاد مرکز د پرانیستلو پر مهال وویل، د دغه مرکز د ثبت په ماشینونو کې به د رأیو ورکولو د شااوخوا ۲۱۰۰۰ محلونو لېستونه ثبت، سکن، په دقیقه توګه ارزیابي او هر ډول تېروتنه، نیمګړتیا او درغلۍ به په‌کې روښانه او یوه واقعي رأیه به هم ضایع نه‌شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"په لومړي قدم کې د یوه ګروپ له‌خوا پرته له دې چې پوه شي دا لېست چا رالېږلی کتل کېږي او دوهم ګروپ ته ځي. درېیم ګروپ د لومړي او دوهم ګروپ سکن شوې پاڼې ویني، که توپیر په‌کې وو، بېرته ریجکټ کېږي. موږ ډېره هڅه کړې چې انساني مداخله په‌کې صفر ته ټیټه کړو."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد

د صیاد په خبره د رأیو د راټولولو دا ملي مرکز به معلومه کړي چې په کوم محلونو کې له ټاکلې شمېرې ډېرې رأیې کارېدلي او هغه به باطلې اعلان شي.

ده وویل اوس‌مهال ورته د کابل، پروان او پنجشیر د ولایتونو لېستونه رسېدلي او ارزیابي به‌یې پیل شي.

ښاغلي صیاد وویل، له ولسوالیو نه د ۳۲ ولایتونو مرکزونو ته د انتخاباتي پاڼو د لېږد لړۍ پیل شوې، د ولایتونو په انتخاباتي کمېسیونونو کې به له شمېرلو وروسته، د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ته ورسېږي او ابتدايي نتایج به‌یې د لړم د میاشتې په ۱۹مه اعلان شي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د غزني او کندهار له ولایتونو پرته، د ۳۲ ولایتونو په شااوخوا ۲۱۰۰۰ محلونو کې د میزان په ۲۸مه ترسره شول.

د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی و، خو د انتخاباتو په ورځ ولیدل شول چې ډېرې دغه ژمنې عملي نه‌شوې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ډېر باوري نه‌دی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به دغه پروسه سمه ترسره کړي وي.

یوسف رشید

نوموړی وايي:

"که دوی بیا هم اشتباه وکړي او ونه‌توانېږي چې کارونه سم مدیریت کړي، د ټاکنو منل به سخت وي. دوی ټوله پروسه په بایو مټریک پوښلې نه‌ده. د دوی چلند له دغو قضیو سره موږ اندېښمن کړي یو چې خدای مه‌کړه چې اصلي رأیې باطلې او متقلبې رأیې په سیستم کې حساب شي.​"

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ډېر لږو محلونو کې بایو مټریک سیستم غیر فعال و، خو انتخابات په‌کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او نورو څارونکو په مشوره او پرېکړه ترسره شوي او اسناد به د رأیو د ټولولو په ملي مرکز کې وارزول شي.

راپور: خان محمد سیند