د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف او په جدي ډول ترسره شي.
د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه کوي تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په خبره شااوخوا څلور میلیونه کسانو خپلې رأیې وکارولې.
ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ په کندهار کې ټاکنې وشي، خو د غزني د انتخاباتو په اړه کومه نېټه نهده ټاکل شوې.