اسلاماباد د افغان ولسمشر هغه ادعا چې وایي، د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال رازق برید په پاکستان کې پلان شوی وو، رد کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې تر اوسه له پاکستان سره د دې ادعاوو د ثابتولو لپاره قوي شواهد او استخباراتي معلومات نهدي شریک شوي.
تر دې یوه ورځ دمخه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د کندهار پر پخواني امنیه قوماندان د تېرې اوونۍ برید په پاکستان کې طراحي شوی دی.
د اکټوبر پر ۱۸مه یوه کس چې پوځي یونیفورمیې اغوستی و په کندهار کې د یوې امنیتي غونډي پر مهال د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د دې ولایت د استخباراتو مشر عبدالمومن حسینخېل او یو خبریال په ډزو ووژل.
امریکایي جنرال جیفري سمایلي هم د هغو ۱۳ کسانو په لېست کې دی چې په هغې پېښه کې ټپیان شوي دي.
په افغانستان د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم په هغې غونډه کې وو، خو زیان نهدی ورته رسېدلی.
افغان ولسمشر د سې شنبې په ورځ کندهار ته د سفر پر مهال ویلي چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی او له پاکستانهیې غوښتي چې د دې پېښې عاملین افغانستان ته وسپاري.
کابل او واشنګټن په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپله خاوره کې یې یاغیانو ته ځای ورکړی دی، خو اسلاماباد دا تورونه رد کړي دي.