د کراچۍ پولیس له سیمه ییزو اوسیدونکو سره لاس او ګریوان شوي

د پاکستان د کراچۍ ښار پولیس له هغو سیمه‌ییزو اوسېدونکو سره لاس او ګرېوان شوي چې د حکومتي کارکوونکو لپاره له جوړو شویو کورونو څخه د دوی د وتلو له کبله اعتراض کوي.

ټلوېزیوني انځورونه ښیي چې پولیس افسران د اکټوبر پر ۲۴مه له خپلو برقي ډنډو سره له خلکو سره ښکېل دي.

اعتراض کوونکو پولیس په ډبرو ویشتل او څلور تنه‌یې ژوبل کړل.

دا خبره د پولیسو یوه ویاند کړې ده.

د سند وزیر اعلی مراد علي شاه وروسته له سیمې څخه د پولیسو د وتلو امر کړی دی.

ځیني راپورونه وایي، په دې شخړو کې د دواړو لورو لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

پولیس افسر شمایل ریاض وویل، لسګونه هغه اعتراض کوونکي نیول شوي چې له یادو کورونو څخه د خلکو د تخلیې د چارو خنډ ګرځېدل.

په جولای میاشت کې سترې محکمې امر کړی و، دغه کورونه چې د حکومتي کارکوونکو لپاره جوړ شوي او په غیر قانوني ډول نور کسان په‌کې اوسېږي، باید تخلیه شي.