د مزار شریف د ښاروالۍ مسؤلان وايي چې ډېر ژر به د انلاین ادرس موندنې سیستم یا «GPRS» پهدې ښار کې فعال کړي.
د مزار شریف ښاروال محمد نصیر عیني د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد په سطح به په لومړي ځل بلخ ولایت کې د انلاین ادرس موندنې سیستم د مزار شریف په شپږمه ناحیه کې فعال شي او تر درېیو راتلونکو کلونو به د ټول ښار په سطح وده ورکړل شي.
د ښاروال په خبره چې د مزار شریف په شپږمه ناحیه کې د انلاین ادرس موندنې د سیستم پر فعالېدو دوه میلیونه او ۵۴۸ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
محمد نصیر عیني پهدې اړه وویل:
"په مزار شریف کې د ټول هېواد په سطح په لومړي ځل د انلاین ادرس موندنې سیستم فعالېږي، دا پروژه د اوس لپاره د مزار شریف په شپږمه ناحیه کې تطبیقېږي او په دوه یا درېیو کلونو کې به د ښار ټولو ناحیو ته وده وکړي."
د مزار شریف ښاروال محمد نصیر عیني
د مزار شریف ښاروال وايي چې دا د انلاین ادرس موندنې لومړۍ تجربه ده چې د متحده ایالاتو د دولت د پراختیايي پروژې «USAID» لهخوا یې مالي ملاتړ کېږي.
په عین وخت کې د مزار شریف اوسېدونکي هم پهدې ښار کې د «GPRS» سیستم فعالېدو ته خوښ دي، خو وايي چې پهدې برخه کې ځانګړې شوې بودجه باید په دقیق او شفاف توګه مصرف شي.
د مزار شریف دوه تنه اوسېدونکي په دې اړه وايي:
"احمد صمیم یم، د انلاین ادرس موندنې د سیستم فعالېدل خلکو ته ډېر سهولت رامنځته کوي. موږ هیله لرو چې دا پروژه په بشپړه توګه تطبیق شي او د نورو عامالمنفعه پروژو په څېر نیمګړې پاتې نهشي، د دې پروژې پیسې باید دقیق او په حساب برابر مصرف شي."
"ابو ریحان یم، موږ دې ته خوشحاله یو چې په ښار کې مو د «GPRS» سیستم تطبیقېږي، ضرور ډېرې پیسې دې برخې ته ځاګړې شوي، هیله مو دا ده چې د ښاروالۍ مسؤلان او د دې پروژې تطبیق کوونکي دا بودجه حیف و میل نهکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې د مزار شریف ښاروالۍ مسؤلان وايي چې په ټول ښار کې د «GPRS» یا انلاین ادرس موندنې د پروژې تطبیق ۱۰۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا لري چې ښاروالۍ يې د مساعدولو په هڅه کې ده.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی