په هلمند کې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال ۳۵۰ شکایتونه ثبت شوي

په هلمند ولایت کې د انتخاباتي شکایتونو د ساحوي دفتر مسؤلین وايي، د ټاکنو راوروسته ۴۸ ساعتونو کې دوی ته ۳۵۰ شکایتونه رسېدلي دي.

د دې ولایت د شکایتونو د ساحوي دفتر مسؤلین زیاتوي، د ثبت شویو شکایتونو ډېره برخه د کمېسیون د بې‌کفایته کارونو له امله ده.

د انتخاباتو د کمېسیون د ساحوي دفتر مسؤلین بیا د بایو مټریک سیستم ناوخته رسېدل د ستونزو لامل بولي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور