د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې هېواد یې د سعودي عربستان ځیني چارواکي پېژندلي چې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي د وژنې مسؤلیت ورګرځي.
پامپیو پرون وویل چې د امریکا متحده ایالات د مسافرتي ویزو د لغوه کولو او ځینو احتمالي بندیزونو د لګولو په حال کې ده.
جمال خاشقجي د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و، خو بیا راونهووت.
لومړی سعودي د هغه د وژنې تورونه ردول، خو وروستهیې ومنله چې خاشقجي په قونسلګرۍ کې په فزیکي شخړه کې وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خاشقجي وژنه د تاریخ تر ټولو بده پټونه یاده کړې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي غوښتي چې د جمال خاشقجي د جسد په اړه سپیناوی ورکړي.
هغه همداراز ټينګار کړی چې د دې پېښې عاملین باید په استانبول کې محاکمه شي.
۵۹ کلن جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان او د رژیم د پالېسیو منتقد و.