د غزني د ولایتي شورا غړي ادعا کوي، په افغانستان کې د چارواکو بدلون د افغان چاوراکو او افغان ولس په خوښه نه، بلکې د سیمې د استخباراتي کړیو په خوښه ترسره کېږي.
د دغه شورا مرستیال امانالله کامران په غزني کې د امنیه قوماندان جنرال فرید احمد مشعل له غزني څخه د مخه ښې په غونډه کې وویل:
"د سیمې د استخباراتي کړیو په خوښه په افغان دولت کې دننه ځیني عناصر هڅه کوي چې د کار خلک له کاره ګوښه او د دوی د خوښې کسان په دندو وګومارل شي، پنځه شپږ کاله کېږي په غزني کې ترور کېده، په یوه نیمه میاشت کې ۷۵ کسان ترور شول، خو چې دغه قوماندان راغلی، د ترور مخهیې نیولې ده، همدا ډول لسګونه نورې ښېګڼې هم لري."
جنرال فرید احمد مشعل له پنځو میاشتو وروسته له دندې ګوښه شو
جنرال فرید احمد مشعل په غزني کې د اګسټ میاشتې د ۱۰مې نېټې له سختې جګړې وروسته د سمونوالۍ له رتبې څخه د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړه چې د غزني د خلکو په وینا په دغه ځای کې یې د خلکو په زړونو کې هم ځای وموند.
د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له پنځو میاشتو وروسته له دندې ګوښه او پر ځای یې داوود ترهخېل د ده ځای ناستی وټاکل شو چې امکان لري د چهارشنبې په ورځ به خپله دنده پیل وکړي.
راپور: حبیبالرحمن تأثیر