د پاکستان صدراعظم عمران خان په سعودي عربستان کې د پانګونې په اړه په هغه کنفرانس کې چې ډېرو هېوادونو بایکاټ ورسره کړی وو، ګډون وکړ.
عمران خان پرون سې شنبه د اکټوبر ۲۳مه، په ریاض کې د راتلونکې سرمایهګذارۍ ابتکار په نوم نړیوالې کلنۍ غونډې ته هم د پور خواست وکړ:
"موږ د پيسو د نړیوال صندوق او ملګرو هېوادونو له استازو سره خبرې کوو چې پور تر لاسه کړو او له دې سخت حالته ځان وباسو."
ډېرو هېوادونو د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل پر ضد په اعتراض کې په ریاض کې په دې نړیوال کنفرانس کې له ګډونه ډډه کړې ده.
خو عمران خان وویل چې د داسې هېواد د استازي په توګه چې ۲۱۰ میلیونه وګړي لري او له سخت مالي بحران سره مخامخ دی، نهغواړي چې له دې موقع محروم شي.