اردوغان: د خاشقجي د قتل پلان د هغه تر وژل کېدو مخکې جوړ شوی و

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل پلان د هغه تر وژل کېدو "څو ورځې" مخکې جوړ شوی و.

اردوغان پرون سې شنبه د اکټوبر ۲۳مه، د ترکیې په پارلمان کې د خپل ګوند غړو ته په وینا کې وویل چې د سعودي د "اجنټانو" ډله مخکې تر دې چې خاشقجي ووژل شي، ترکیې ته رسېدلې وه.

جمال خاشجقي چې واشنګټن پوسټ ته‌یې کالمونه لیکل، د اکټوبر په ۲مه د واده د اسنادو په جوړولو پسې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و او بې‌درکه شو.

اردوغان وویل چې د سعودي عربستان یوه ۱۵ کسیزه ډله په هغه ورځ په شخصي الوتکه کې استانبول او بیا د سعودي قونسلګرۍ ته ورغلې وه.

رجب طیب اردوغان وویل:

"دا معلومه شوې چې یو وګړی چې د خاشجقي جامې یې اغوستې وې او د هغه عینکې یې په سترګو وې، له یوه بل وګړي سره په هغه شپه ریاض ته الوتې دي. د پېښې په ورځ‌یې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ټول مأمورین د حساب او څېړنې په پلمه په یوه خونه کې را غونډ کړي وو او سبا یې ټول په همدې پلمه رخصت کړي وو. "

د ترکیې ولسمشر نن وویل چې سعودي چارواکي باید پرته له دې چې د چا رتبې ته پام وکړي، څرګنده دې کړي چې د خاشقجي قتل چا پلان کړی و او غوښتنه‌یې وکړه چې مشکوک کسان باید په استانبول کې محاکمه شي.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس، نن په یوه بیان کې ویلي چې د سعودي عربستان حکومت د حقیقت موندلو او مسؤلو کسانو سره د چا رتبې ته له پامه پرته، د حساب لپاره ټول ضروري ګامونه پورته کړي.