د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، غواړي چې له ولسمشر ټرمپ سره هغه ډیالوګ ته دوام ورکړي چې د جولای میاشت کې یې په هلسنکي کې پیل کړی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته ویلي، واشنګټن به د نومبر په ۱۱مه نېټه په پاریس کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ او ولسمشر پوتین ترمنځ د لیدنې لپاره دقیق تدابیر ونیسي.
بولتون دا څرګندونې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ۹۰ دقیقې غونډې وروسته په خبري کنفرانس کې کړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دا لیدنه "ډېره جامع او ګټوره" وبلله.
دا غونډه د پوتین له هغو خبرو پیل شوه چې ویلیې غواړي له ولسمشر ټرمپ سره هغه ډیالوګ ته دوام ورکړي چې په جولای میاشت کې دواړو ولسمشرانو په هلسینکي کې پیل کړی و.
پوتین وویل د اختلافاتو سربېره باید د امریکا او روسیې ترمنځ ډیالوګ وساتل شي.
پوتین همدارنګه په پاریس کې چې د روسیې او امریکا ولسمشران د لومړنۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کالیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره ورځي له ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې د احتمال یادونه وکړه.
پوتین: د اختلافاتو سربېره باید د امریکا او روسیې ترمنځ ډیالوګ وساتل شي.
د لیدنې په هغه برخه کې چې په ټلوېزیون خپرېده د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون پوتین ته وویل فکر کوي چې ولسمشر ټرمپ هم غواړي له ولسمشر پوتین سره په نومبر کې په پاریس کې وګوري.
بولتون روسیې ته په داسې حال کې سفر کوي چې ولسمشر ټرمپ د اکټوبر ۲۰مه نېټه وویل غواړي چې له هغه مهم اټمي تړون څخه ووځي چې په ۱۹۸۷ م کال کې لاسلیک شوی او ټول لوري د منځني واټن د اټمي وسلو منعه کوي.
پوتین په دې لیدنه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته دا هم وویل چې غواړي د ولسمشر ټرمپ سره د وسلو د کنټرول په بېلابېلو مسئلو بحث وکړي.
ښاغلي بولتون زیاته کړه:
"له ولسمشر ټرمپ سره په جولای میاشت کې په هلسینکي کې زموږ لیدنه زما په باور ګټوره وه، که څه هم په خپل وخت کې سخته وه، خو د ورځې په پای کې زه فکر کوم چې رغنده غونډه وه. سره له دې چې که صادقانه درته ووایم موږ ته کله نا کله دا نا اشنا ده چې څنګه د امریکا متحده ایالات د روسیې خلاف اقدامات کوي. دا اقدامات زموږ لهخوا په هېڅ ډول نهوي تحریک شوي او موږ یې دوستانه نهشو ګڼلی. اساساً موږ ان ستاسو هېڅ اقدام ته ځواب نهورکوو، خو دا اقدامات یو په بل پسې کېږي."
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د روسیې د دفاع له وزیر سرګي شوېګو سره هم په مسکو کې وکتل.
د ټرمپ دې هوډ چې له روسیې سره د منځني واټن د اټمي وسلو د کنټرول له تړون څخه وځي په اروپا کې اندېښنې راپورته کړي او سړې جګړې د دوو پخوانیو رقیبو هېوادونو روسیې او امریکا په اړیکو کې یې د وسلو د کنټرول مسئله د یو نوي کړکېچ په توګه رامخې ته کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د سې شنبې په ورځ د روسیې د دفاع له وزیر سرګي شوېګو سره هم په مسکو کې وکتل.
که څه هم د دواړو ترمنځ د لیدنې په هغه برخه کې چې په ټلوېزیون خپره شوه د منځني واټن د اټمي وسلو له تړون څخه د امریکا د وتلو په موضوع خبرې ونهشوې، خو د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پرون یو ځل بیا له تړون څخه د امریکا د وتلو په اړه د روسیې انتقاد تکرار کړ او ویېویل:
"د منځني واټن د اټمي وسلو د کنټرول په تړون کې د کمزورو ټکیو سربېره د دې تړون څېرل پرته له دې چې د کوم نوي څه لپاره پلان ولرو، هغه څه نهدي چې موږ یې هرکلی وکړو."
تر دې یوه ورځ مخکې (دوشنبې) بولتون په مسکو کې له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشیف سره ولیدل او ماښامنۍ یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وه.
بولتون د دې لیدنو په اړه وویل چې د ۱۹۸۷ م کال له تړون څخه د امریکا د وتلو د پلان په شمولیې له دې چارواکو سره په بېلابیلو مسئلو خبرې کړې دي.