د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې چې هڅه کوي ګاونډي هېواد هندوستان ته د دوستۍ لاس وغځوي.
عمران خان سعودي عربستان ته د سفر په بهیر کې او دغلته "د راتلونکې پانګونې د نوښت" په کنفرانس کې د ګډون پر مهال وویل، له هغه وخته چې په انتخاباتو کې بریالی شوی او کار یې پیل کړی، هغه څه چې دهیې هڅه کړې هند ته د دوستۍ لاس غځول دي.
د پاکستان د صدراعظم په وینا، تمه لري چې د هندوستان سره به د سولې خبرې په دې هېواد کې د ۲۰۱۹ م کال په پسرلي کې د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته بېرته پیل کړي.
تر دې مخکې تمه کېده چې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په سپټمبر کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې تر څنګ وګوري.
خو هندوستان دا لیدنه لغوه کړه.
عمران خان د سې شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې همدارنګه وویل چې هېواد یې له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه هند او افغانستان سره د سولې غوښتونکی دی.