د افغانستان د پوهنې وزارت تأییدوي چې د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ ټول ۱۲۰ ښوونکي او د معارف کارکوونکي د طالبانو له منګولو خوشې شوي دي.
دوی درې ورځې له طالبانو سره برمته کې تېرې کړي.
د پوهنې د وزارت ویاندې نوریه نزهت د سې شنبې په شپه ازادي راډیو ته د دې ښوونکو د برمته کېدو په اړه وویل:
"یو شمېر وسلهوال چې طالبانو پورې تړلي دي، د ګیرو په ولسوالۍ کې فعالیت لري. دوی غوښتنه کوله چې زموږ د ښوونکو تنخوا دې چې دا مهال د کابل بانک له لارې ورکول کېږي او ښوونکي له بانک څخه تنخوا اخلي، هغه له بانک وانهخلي او باید د معتمدینو لهخوا ورته تنخوا توزیع شي. څو طالبان یو اندازه مالیه ترې واخلي."
د پوهنې وزارت ویاندې زیاته کړه چې د دې ښوونکو او د معارف د کارکونکو په خوشې کولو کې هېڅ ډول معامله نهده شوې، بلکې د قومي مشرانو او د غزنې د ښوونځیو د شورا د غړو په منځګړیتوب د طالبانو له برمتې خوشې شوي دي.