سعودي عربستان او بحرین د سې شنبې په ورځ د ایران «سپاه پاسداران انقلاب» د قدس ځواک ځیني لوړپوړي چارواکي د هغو افرادو او سازمانونو لېست کې شامل کړل چې په ترهګرۍ مشکوک دي.
د سعودي عربستان امنیتې ادارو ویلي، د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د دې ځواک له نورو پوځي مشرانو حامد عبدالحی او عبدالرضا شاهلی سره یوځای په دې لېست کې شامل شوي دي.
په ۲۰۱۱ م کال کې د امریکا د خزانې وزارت په دې درې واړو ایراني صاحب منصبانو له دې کبله بندیزونه لګولي و چې ویل یې دوی په متحده ایالاتو کې هغه وخت د سعودي عربستان د سفیر عادلالجبیر د وژلو د ناکامې هڅې تر شا لاس درلود.
الجبیر اوس د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دی.
ایران هغه مهال دا تورونه درواغ بللي وو او له واشنګټن څخهیې غوښتي و چې بخښنه دې وغواړي.
د ترهګرو په لیست کې د دې درې ایراني چارواکو شاملول له هغو نهو اشخاصو جلا دي چې په همدې ورځ د امریکا او د خلیج د شپږو هېوادونو (د ترهګرۍ د تمویل د هدف ګرځولو د شریک مرکز) لهخوا د ترورېستانو د ملاتړو لېست کې شامل شول.
په دې نهو کسانو کې په دوو ایرانیانو سربېره افغانان او پاکستانیان هم شامل دي.