د غزني ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په دغه ځای کې وسله والو طالبانو له تېرو څو ورځو څخه ټول ښوونځي تړلي او تر یو سل پنځه ویشت پوري ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي کې یې برمته کړي دي.
دوی وايي، وسله وال ټینګار کوي چې په دغه ځای کې دي د استادانو معاشونه د کابل بانک له لارې نه بلکې د معتمد له لارې استاداتو ته حواله کېږي، خو دولت او یا هم د پوهنې ریاست له دغه کار څخه انکار کوي.
د ګېرو ولسوالۍ قومي مشر او په غزني کې د سولې شورا د درالانشناء رئیس نادرخان ګېرووال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
نادرخان ګېرووال
"وسله وال طالبان اوس هم د معاشونو تر لاسه کول په زاړه سیسټم غواړي چې معتمد به یې ورویشي، نو له دې امله یې د پوهنې ټول کارکوونکي نیولي او بېلا بېلو ځایونو ته یې بیولي دي."
بل لور ته د غزني چارواکي بیا وايي، طالبانو ښوونکي برمته کړي نه بلکې یوازې ورغوښتې یې دي.
د ولايت ویاند محمد عارف نوري په دې اړه ارادي راډیو ته وویل:
"وسله والو طالبانو د غزني په زیاتره سیمو کې له ښوونکو څخه غوښتي چې خپل معاشونه دې د بانک له لاري نه بلکې د متعمد په لاس ترلاسه کړي، طالبان کوښښ کوي ترڅو له دې لارې د ښوونکو په منځ کې خیالي ښوونکي ځای کړي او یا هم له ښوونکو څخه د ماليې په نوم پیسې ترلاسه کړي."
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې هیڅ ښوونکی نه دی برمته شوی.
ګېرو د غزني له هغه ولسوالیو څخه یوه ده چې د نجینو یو ښوونځی هم نه لري او د هلکانو زده کړې یې هم له سختو مشکلاتو سره مخ دي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر