نجیب دانش: د انتخاباتو به ورځ د مخالفینو د ۱۷۲۵ حملو مخه نیول شوې

د افغانستا د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځو کې يې د ۱۷۲۵حملو مخه نیولې ده.

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له شته امنیتي ګواښونو سره سره بیا هم د خلکو پراخه ګډون په ملي او نړیواله کچه وستایل شو، خو دا انتخابات د لسګونه افغانانو د سر په بیه هم تمام شول.

سره له دې چې وسله‌والو طالبانو پر انتخاباتو د پراخه حملو ګواښونه کړي وو، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نږدې څلور میلیونه افغانانو د رأی اچونې په بهیر کې برخه واخیسته.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله‌والو مخالفینو پر انتخاباتي پروسې ۱۸۱۳ حملې پلان کړې وې چې یوازې ۱۹۳يې عملي کړي او د نورو مخه‌يې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شوه.​

نجیب دانش

د دې وزارت ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۱» ازادي راډيو ته وویل:

"په ټوله کې دښمن ۱۹۳ پېښې ترسره کړې چې ۸۹يې په انتخاباتي مرکزونو او محلونو وې او پاتې نورې يې په امنیتي ځواکونو وشوې، په ټوله کې چې وسله‌والو مخالفینو کومې حملې پلان کړې وې شمېر يې ۱۸۱۳ ته رسېده چې یوازې يې دوی د ۸۹ پېښو په کولو وتوانېدل او پاتې ۱۷۲۵ پېښو مخه ونیول شوه."

ښاغلي دانش وویل چې په دغو پېښو کې ۵۲ تنه امنیتي سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۲۵ نور ټپيان شوي دي، خو د افغانستان د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې د رأی اچونې په دواړو ورځو کې یوازې ۲۱۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې ډلې مسؤل عزیز احمد تسل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې مرګ ژوبلې ډېره برخه‌يې په کابل، ننګرهار او کندز ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

عزیز احمد تسل

ښاغلی تسل زیاتوي:

"په ټوله کې د انتخاباتو په دوه ورځو کې ۲۵۱ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۱ په‌کې شهیدان شوي او ۱۹۲ ټپيان دي، د دې مرګ ژوبلې لویه برخه په ننګرهار، کابل او کندز کې وه."

ښاغلی تسل د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې په جګړه کې د ملکي خلکو د خوندیتوب قوانین مراعت کړي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د درجه بندۍ له مخې، دغه مرګ ژوبله تر ډېره په مخامخ جګړو، بمي چاودنو، انتحاري حملې او راکټي برېدونو له امله رامنځته شوې ده.

وسله‌والو طالبانو بیا د انتخاباتو په دوه ورځو کې د ۴۰۷ حملو ادعا کړې او ویلي دي چې په دې حملو کې یې لسګونه افغان امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغې وسله‌والې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې دوی تر ډېره هڅه کړې چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ چې د میزان ۲۸مه کېده له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.

که څه هم په دې ورځ د ځیني تخینکي او امنیتي ستونزو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د رأی اچونې یو شمېر مرکزونه بند پاتې شول، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې مرکزونو کې د یوې بلې ورځې لپاره د رأی اچونې اعلان وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د انتخاباتو په دوهمه ورځ د امنیتي ګواښونو له امله هېڅ مرکز تړلی نه‌دی پاتې شوی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلینو تېره ورځ وویل چې د ۴۰۱ بندو مرکزونو له جملې په ۲۵۳ مرکزونه د انتخاباتو په دوهمه ورځ رأیه اچونه وشوه او پاتې نور د امنیتي ګواښونو له امله تړلي پاتې شول.

افغان امنیتي بنسټونه وايي چې د دغه انتخاباتو د امنیت ساتنې په هدف‌يې ۶۶ زره سرتېري مؤظف کړي وو چې د پروسې امنیت وساتي.

په ورته وخت کې افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي د انتخاباتو په خاطر د امنیتي ځواکونو هڅې او پروګرامونه ستايي او وايي، سره له دې چې دښمن ډېر تبلیغات کړي وو، خو افغان ځواکونه وتوانېدل چې د دغه بهیر امنیت په ښه ډول ټينګ کړي.

د دغه کمېسیون غړې وږمې ساپۍ ازادي راډيو ته وویل:

"دا ډېر د خوښۍ ځای دی څومره چې خلکو د ناامنۍ په اړه اندېښنې درلودې، د امنیتي ځواکونو په مېړانه‌يې مخه ونیول شوه او انتخابات په ښه شکل ترسره شول، زه امنیتي ځواکونه تقدیروم، دا د امنیتي ځواکونو مېړانه وه او د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت لوی ریاست ښه مدیریت وو چې هر څه په ښه شکل ترسره شول."

اغلې ساپۍ وايي، د انتخاباتو د امنیت په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ښه پلان د دې ښکارندويي کوي چې دوی د امنیت د ټينګښت توان لري او کولای شي چې د افغانستان دښمنان وځپي.

په همدې حال کې په افغانستان کې اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي امنیتي ګواښونه او ناامني ونه‌توانېده چې افغانان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له رأی اچونې راوګرځوي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې افغانانو په انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره وښوده چې ناامني او حتی دوی ته د مرګ ګواښونه هم نه‌شي کولای چې د دغه ولس د سوله‌ییز او ولسواک راتلونکې مخه ونیسي.

راپور: اکرام‌الله اکرام