مایک پنس افغانانو ته د انتخاباتو د بري مبارکي ویلې

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس افغانانو ته د انتخاباتو د بري مبارکي ویلې ده.

سپینې ماڼۍ نن سې شنبه د اکټوبر ۲۳مه په یوه بیان کې د مایک پنس په حواله لیکلي چې افغانانو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډون له لارې د ډموکراسۍ د پرمختګ ضمانت وکړ.

پنس دا خبرې پرون له ولسمشر غني سره په ټيليفوني مکالمه کې کړې دي.

هغه د افغانستان د انتخاباتو د تنظیموونکو او امنیتي ځواکونو ستاینه کړې چې دا بهیر یې ښه رهبري او تنظیم کړی و.

پنس همداراز له امریکايي او نړیوالو ځواکونو مننه کړې چې د افغان حکومت ښه ملاتړ یې کړی دی.

د ولسي جرګې انتخابات د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځو له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کې ترسره شوو.

په کندهار کې به د راتلونکې شنبې په ورځ انتخابات وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، وروستۍ پایلې ښايي چې په قوس کې اعلان شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي:

"د وسله‌والو طالبانو له تهدیدونو سره هم افغانان د رأیو مرکونو ته ولاړل او د خپلې رأیې په مرسته‌یې خپل غږ اوچت کړ."

د ولسمشر محمد اشرف غني پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې مایک پنس د کندهار د امنیه قوماندان او د امنیت رئیس په وژل کېدو هم خواشیني څرګنده کړې ده.