په پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې تر دې مهالهیې د ۴۵۰ په شااوخوا کې شکایتونه ثبت کړي.
د یاد کمېسیون کمېشنر محمد شفیق امین نن ازادي راډیو ته وویل چې ډېری شکایتونه په نوماندانو، ټاکنو کمېسیون، د مسؤلو او غیر مسؤله وسلهوالو د غیر قانوني مداخلې او د نوماندانو لهخوا پر یو بل شوي دي.
دی وایي:
"حدوداً د ۴۵۰ په شااوخوا کې شکایتونه له موږ سره ثبت شوي دي چې ډېره برخهیې په نوماندانو باندې ده او همداراز په زورواکو باندې هم ځیني شکایتونه ثبت شوي دي چې دوی د انتخاباتي جریان کې خپل زور کارولی دی او په دولتي کارمندانو باندې هم په شمول د پولیسو ځینې شکایتونه شوي دي او په کمېسیون باندې هم ډېر زیات شکایتونه ثبت شوي دي، یعنې منظور دا چې د کمېسیون د انتخاباتو باندې، په دوی باندې شکایتونه په دې مورد دي چې دوی په خپل وخت باندې محلونه نهو پرانیستي او په ضمن کې، د دوی د بایو مټریک وسیله په ډېرو مراکزو کې خرابه وه چې له املهیې ګڼ خلک ونهتوانېدل چې خپله رأیه وکاروي."
امین زیاته کړه، له دوی سره د ثبت شويو ډېری شکایتونو د کرهوالي په موخه اثباتیه مدارک لکه وېډیوګانې او نور شواهد هم شریک شوي.
دی وایي په دې شکایتونو کې داسې موارد هم شته چې که کرهوالی یې ثابت شي، د یو شمېر سیمو په مرکزونو کې کارول شوې رأیې به باطلې اعلان شي.
امین وویل:
"یوه لویه برخه د دې شکایتونو اثباتیه مدارکیې هم وړاندې کړي دي یعنې کوم شکایتونه چې موږ ته رسېدلي دي د اثباتیه مدارکو په شکل ځینې وېډیوګانې، عکسونه وړاندې شوي دي، د رسمي ارګانونو ځیني مستند اسناد وړاندې شوي دي او موږ په دې کار کوو د څېړنې په حال کې یوو له ټولو ذیدخله ارګانونو سره له شاکي سره او له هغه چا باندې چې شکایت دی له هغوی سره کار کوو او خپلې څېړنې تکمیلوو، داسې موارد شته چې که هغه په اثبات ورسېږي د رأیې د بطلان لامل به شي."
بلخوا په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر ګردېز ته له اړوندو ۱۳ ولسوالیو څخه د کارول شویو رأیو د صندوقونو د رسېدو خبر ورکړی ویلي دي چې ډېر ژر به د هغو رأیو شمېرنه پیل کړي چې په ولسوالیو کې د موجوده مشکلاتو له امله د دوی کارمندان او ناظرینیې په شمېرلو نهدي توانېدلي.
په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس خواجه امینالله افضلي ازادي راډیو ته وویل:
"خوشبختانه چې د امنیتي ارګانونو په مرسته له ټولو ولسوالیو څخه زموږ انتخاباتي اساس او غیر اساس مواد ولایتي دفتر ته رسېدلي دي، په کومو مرکزونو کې چې د موجوده مشکلاتو پر اساس نهدي شوي، موږ د هغو رأی شمېرنه په ولایتي دفتر کې د کاندیدانو د ناظرینو، مشاهدینو، د کمېسیون سمع شکایات دوی د نمایندهګانو په وړاندې ترسره کوو."
یاده دې وي چې پرون ناوخته، یو شمېر معترضو نوماندانو د یوې خبري ناستې له لارې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه وغوښتل چې د ولس ارادو ته احترام ولري، حقیقي رأیې له باطلو رأیو څخه جلا کړي او هغو رأیو ته اعتبار ورکړي چې د بایو مټریک سیسټم له لارې کارول شوي.
راپور: اصیل ځاځی