د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په دې ولایت کې د سړو خونو نهموجودیت د مڼو باغ لرونکي اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، همدا شان نورو هېوادونو ته د دې ولایت د مڼو د حاصلاتو صادارتو ته هم زمینه نه ده برابره شوې.
د دغه خونې مسول نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې په روان کال کې د دې ولایت د مڼو حاصلات له ۲۰ زره ټنو څخه ۲۵ زره ټنو ته لوړ شوي دي، خو د سړو خونو نهموجودیت لامل شوی چې په زیاته اندازه مڼې خرابې او لهمنځه لاړې شي.
ښاغلی عالمیار وايي، دې مسئلې د یاد ولایت باغ لرونکي اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې حاصلاتو تهيې د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړی وايي چې په تېره کې به هر کال له ۱۵ نه تر ۲۰ زره ټنو مڼو پورې پاکستان ته صادرېدل، خو سږ کال یاد هېواد هم اجازه نهورکوي چې دغه هېواد ته د مڼو صادارت وشي.
هڅه مو وکړه په دې برخه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت نظر هم واخلو، خو ونهتوانېدو.