خادم: په هرات کې د خوراکي موادو تولید زیات شوی

د هرات د معادن او صنایعو خونه وايي، په روان کال کې په دې ولایت کې د صنعت په ځانګړي ډول د خوراکي موادو د تولید په برخه کې پرمختګ شوی دی.

د دې خونې رئیس حمیدالله خادم نن ازادي راډيو ته وویل چې د غیر الکولي مشروباتو او لبنیاتو په تولید کې تغییرات راغلي چې د تولیداتو کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

نوموړي همدا شان وویل چې د مرمر ډبرو د پروسس، د پلاستیکي پایپونو، دواه جوړونې په برخه کې هم پرمختګونه شوي چې په دې ولایت کې يې د بې‌کارۍ کچه هم راټيټه کړې او د فابریکو په عوايدو کې يې زیاتوالی راوستی دی.

خو دی وايي چې په ایران د نړیوالې ټولنې د بندیزونو له امله د دې ولایت فابریکه لرونکي د خامو موادو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.