ټرمپ وایي، د خاشقجي په اړه د سعودي معلوماتو نه‌دی قانع کړی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، لاهم هغو توضیحاتو نه‌دی قانع کړی چې د ژورنالېست جمال خاشقجي د وژل کېدو د قضیې په اړه‌یې له سعودي چارواکو څخه اورېدلي دي، خو ښاغلي ټرمپ په عین حال کې ویلي دي چې نه‌غواړي د سعودي عربستان پانګونې له لاسه ورکړي.

٥٩ کلن خاشجقي د اکټوبر په ۲مه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ننوتو وروسته لادرکه شو، خو ریاض د شنبې په ورځ تأييد کړه چې نوموړی دننه قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې په نتيجه کې وژل شوى دى.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، هغو خبرو چې ده تر اوسه اورېدلې دي، دی نه‌دی قانع کړی او زیاته‌یې کړه چې پرون‌یې د سعودي له ولیعهد سره د خاشقجي د قضیې په اړه خبرې وکړې.

ټرمپ که څه هم څرګنده کړه چې نه‌غواړي په امریکا کې د سعودي پانګونې له لاسه ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات به د دې قضیې حقیقت معلوم کړي.