عمران خان د سعودي عربستان د پانګونې په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، دی به په سعودي عربستان کې د پانګونې په اړه په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې نورو هېوادونو تحریم کړی دی.

عمران خان وویل چې هېواد یې له سعودي عربستان څخه د پور تمه لري، ځکه په دې غونډه کې ګدون کوي.

نوموړي پرون د منځني ختیځ له یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کې وویل، په دې غونډه کې د ګډون لپاره زما دلیل دا دی چې د ۲۱۰ میلیونه وګړي لرونکی هېواد مې اوس‌مهال د پورونو له بحران سره مخ دی.

خان زیاته کړه، که پاکستان له خپلو دوستو هېوادونو یا د پیسو له نړیوال صندوق «IMF» څخه پور وانه‌خلي، نو په راتلونکو دوو یا درېیو میاشتو کې به د خپلو پورونو د خدماتو او وارداتو د پرې کولو لپاره د بهرنیو اسعارو کافي زېرمه ونه‌لري.

د نړۍ نورو هېوادونو په سعودي عربستان کې د پانګونې کنفرانس په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د ریاض د مخالف خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو د قضیې په وړاندې د اعتراض په دود تحریم کړی دی.

د پاکستان صدراعظم وویل چې د خاشقجي پر مړینه خواشینی شوی، خو زیاته‌یې کړه چې په دې اړه د سعودي عربستان د حکومت وضاحت ته انتظار کوي.