ولسمشر غني له پاکستانه وغوښتل چې د کندهار د پېښې عاملین وروسپاري

ولسمشر غني له پاکستانه وغوښتل چې د کندهار د وروستۍ پېښي عاملین ورته وسپاري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار په منډیګک ماڼۍ کي د قومي مشرانو او ولسي خلکو یوې لویې غونډې ته په وینا کې له پاکستانه و غوښتل چې د کندهار د ولایت مقام دننه د وروستۍ حملې عاملین ورته وسپاري.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"پاکستان ته وایم توطئه په پاکستان کې جوړه شوې مجرمین راکړئ چې موږ يې محاکمه کړو، هر رنګه بین‌المللي هیئت چې منئ راسئ چې څېړنه وکړي چې موږ په حق یو که نور په حق دي."

ولسمشر دغه غوښتنه وروسته تر هغه کوي چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د دې پېښې پلان د پولې ها غاړه جوړ شوی و.

ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال دغه راز د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د کورنۍ سره د غمرازۍ تر څنګ نوموړي ته د خپلواکۍ د اتل لقب ورکړ او د دې ولایت د پولیسو اکاډمي يې د قوماندان رازق په نوم ونوموله.

ولسمشر غني کندهار ته له رسېدو سره سم په خرقه مطهره کې د دې ولایت د وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق مزار ته ولاړی او هغه ته یې دعا وکړه.

ولسمشر دغه راز د قوماندان رازق د مزار د جوړېدو او په کابل او کندهار کې يې د نوموړي په نوم د يو شمېر واټونو د نومولو سپارښتنه هم وکړه.

نوموړي له قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل چې د کندهار د خلکو غوښتنې او مشورې مني او له دې وروسته د کندهار د خلکو خبره او مشوره د حکومت تګلاره ده او منل کېږي به:

"په کابل او کندهار کې به سړکونه د دې ملي اتل په نوم یادېږي او دا کار به ژر کېږي د کابل ښاروالۍ او د کندهار ښاروالۍ ته مي هدایت دادی چې ژر تر ژره دا کار وکړي، د کندهار د پولیسو تعلمي مرکز به سر له ننه د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم ونمول شي،د خپلواکۍ د اتل شهید لقب به ستر جنرال عبدالرازق خان ته ورکړو او ستاسي مشوره به زما تګلاره وي."

پاکستان تر اوسه د افغان ولسمشر د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د کندهار د ولایت مقام په ودانۍ کې دننه تېره پنجشنبه تر يوې مهمې غونډې وروسته د چارواکو د تګ پر مهال د والي يو ساتونکي برید وکړ چې له امله يې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومن حسين خېل ووژل شول او د کندهار د والي، د ۴۰۴ ميوند زون او ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانانو په ګډون پکې يوه امریکايي جنرال، يو بهرنی سرتېری او د هغوی دوه ژوباړونکي ټپيان شول.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلی.

راپور : صادق رښتینی

پخواني معلومات

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سې شنبه د اکټوبر په ۲۳مه کندهار ته ولاړ.

ولسمشر غني په کندهار کې خرقې مبارکې ته ورغی او بیا یې د جنرال عبدالرازق اڅکزي قبر ته دعا وکړه.

هغه نن سې شنبه د اکټوبر په ۲۳ مه په کندهار کې د عبدالرازق اڅکزي له مور سره وکتل.

د ارګ پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ولسمشر له هغې مننه وکړه چې داسې زړور زوی یې روزلی و."

جنرال عبدالرازق اڅکزی او د کندهار د امنیت رئیس عبدالمومن حسین خېل د تېرې جمعې په ورځ په کندهار کې په وسله واله حمله کې ووژل شول.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو واخیست.

ولسمشر غني نن د کندهار په مندېګک ماڼۍ کې له چارواکو سره د کندهار پر امنیت او نورو مهمو مسئلو هم خبرې کړې دي.

پخواني معلومات:

په دې اړه د ارګ په فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د مخکني امنیه قوماندان عبدالرازق پر مړینه د نوموړي له کورنۍ، د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په هدف، نن له غرمې مخکې کندهار ته ورسېد.

د کندهار ځایي سرچينې وایي چې ولسمشر به لومړی د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق قبر ته د دعا لپاره ولاړ شي او تر هغه وروسته به د کندهار له اوسېدونکو سره ناسته ولري.

پخواني معلومات:

ویل کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه کندهار ته ولاړ شي چې په همدې هدف دغلته کلک امنیتي تدابير هم نيول شوي دي.

کندهار ته د ولسمشر د ورتګ له امله د کندهار د ښار او ولسوالیو ټولې لارې تړل شوي او په ښار کې د ولسمشر د ځانګړي ګارډ (PPS) په ګډون، کمانډو ځواکونه او د صفر درې قطعې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

سرچينې وایي چې ولسمشر به لومړی د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق قبر ته د دعا لپاره ولاړ شي او تر هغه وروسته به د کندهار له اوسېدونکو سره ناسته ولري.

د کندهار ولایتي چارواکو يوازې کندهار ته د ولسمشر غني د ورتګ خبر تأیيد کړی دی.

په دې اړه نور تفصیل ورورسته ...