روسيه د ځينو اوکرايني شرکتونو په وړاندې اقتصادي اقدامات کوي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو فرمان لاسليک کړ چې پر اساس‌يې د ځينو اوکرايني شرکتونو او اتباعو په وړاندې ځانګړي اقتصادي اقدامات کېږي.

د فرمان له مخې دغه اقدامات د روسي اتباعو او کمپنيو په وړاندې د اوکراين د "غير دوستانه کړنو" په ځواب کې کېږي.

دغه فرمان چې لاسليک شوى او د کرملېن په وېب‌سايټ کې خپور شوى، پوتين حکومت ته سپارښتنه کړې، د اوکراين د هغو شرکتونو او اشخاصو يو لېست برابر کړي چې اقتصادي بنديزونه ورباندې ولګول شي.

په فرمان کې حکومت ته امر شوى چې دغه بنديزونه مشخص کړي او په‌کې ويل شوي چې په هغه صورت کې لغوه کېداى شي که اوکراين خپل هغه محدوديتونه چې پر روسي اتباعو او کمپنيو يې لګولي، ليرې کړي.

د امريکا د متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې په څېر کيف هم پر روسي سوداګرو، کمپنيو او نورو اشخاصو بنديزونه لګولي دي.

دغه بنديزونه په ٢٠١٤م کال کې د اوکراين د کريميا ټاپو وزمې د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د وسله‌والو بېلتون‌پالو د ملاتړ له کبله پر مسکو لګول شوي دي.