د ترکيې حکومت د جمال خاشقجي په اړه خپلې څېړنې لا ژورې کړې

د ترکيې حکومت د دوشنبې په ورځ د سعودي د وتلي خبريال جمال خاشقجي د مړينې په اړه خپلې څېړنې لا ژورې کړې.

ويل شوي چې دغه خبريال په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوى دى.

غربي قدرتونو هم پر سعودي عربستان د دې قضيې په تړاو خپل فشارونه زيات کړي دي.

د ترکيې دولتي اژانس انادولو خبر ورکړى چې ګڼو ترکي څارنوالانو پرون دوشنبه د خاشقجي د مړينې په اړه له پنځو عيني شاهدانو چې ويل کېږي ټول د قونسلګرۍ کارکوونکي وو، پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

پرون د ورځې په جريان کې تر ٢٠ له زياتو عيني شاهدانو کې تُرکان او بهرنيان وو، د دې قضيې په اړه پوښتنې شوې دي.

٥٩ کلن جمال خاشجقي وروستى ځل د اکټوبر په دوهمه ليدل شوى چې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته داخلېږي چې د واده ځيني اسناد ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان حکومت د شنبې په ورځ تأييد کړه چې دغه خبريال په قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې په نتيجه کې مړ شوى دى.

سعودي ويلي چې د دې قضيې په تړاو ١٨ کسان نيول شوي دي.