واشنګټن: روسيې يو نوى منځ واټنه اټمي توغندی جوړ کړى

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار د روسيې تورونه چې ګواکې امريکا د اټمي وسلو د کنټرول له يوه تړون څخه د وتلو په خبرداري له مسکو څخه د باج اخيستنې هڅه کوي، رد کړل.

خو واشنګټن وايي روسيې يو نوى منځ-واټنه اټمي ميزائيل جوړ کړى دى.

راپورونه وايي جان بولتون پرون ناوخته د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په مسکو کې تر بحثونو وروسته په دې اړه تبصره وکړه.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شنبه اعلان وکړ چې په پام کې لري د ١٩٨٧م کال د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړون څخه ووځي.

ښاغلي ټرمپ تور ولګاوه چې روسيې له کلونو راهيسې له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.