د کندز امنیتي مسؤلینو په دغه ولایت کې د ګڼو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د ۲۰۹ شاهین قل اردو چارواکو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې د یکشنبې له ورځې راهیسې یې په کندز او بغلان کې ۸۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۳۴ طالب وسله وال چې د دې ډلې مهم قوماندانان په کې شامل دي، وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کندز د مرکز اړوند زرخرید سیمه کې یې هم د ابوذر په نوم د طالبانو د یوه مهم کس په شمول، شپږ تنه وژلي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو خبرپاڼه زیاتوي چې د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې هوايي بمبار کړی چې په وینا یې ۹ طالب وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې ادعاوو په اړه په مستقیمه توګه څه نه دي ویلي، خو په کندز کې یې په تېرو دوو ورځو کې د حکومتي ځواکونو خلاف د یو لړ بریدونو او بریاوو ادعاوې کړي دي.