د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د پولیسو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د شینډنډ په هوايي ډګر کې یو کومانډو افغان سرتېري پر درېیو امریکايي سرتېرو ډزې کړي چې په کې یو بهرنی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د دې برید انګېزه لا روښانه نه ده.
یوه بل امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، هرات کې د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال ته ویلي، بریدکوونکی سرتېری نیول شوی او د هليکوپټر په وسیله یو بل ځای ته انتقال شوی دی.
پېښه نن ماسپښین په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.