د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کمېسیون ټولو هغو کارکوونکو ته به قانوني سزا ورکړل شي چې د رأیې اچونې په ورځ يې وظیفوي غفلت کړی دی.
دغه کمیسیون وايي، د رأیې اچونې په ورځ يې د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو د څېړنې لپاره یې کمېټه ټاکلې ده او د دغې کمېټې له هر اړخیزو څېړونو وروسته به د رأیې اچونې د مرکزونو ټولو هغو مامورینو ته قانوني سزا ورکړل شي چې وظیفوي غفلت يې کړی دی.
د دې کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې د یکشنبې د ورځې له رأیې اچونې پرته په ټول افغانستان کې نېږدې څلور میلیونه کسانو رأیه استعمال کړې چې ۶۷ فیصده يې نارینه او ۳۳ فیصده يې ښځینه دي.
دی وایي:
"د انتخاباتو په ورځ ډېرې ډېرې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې وې، د دې لپاره کمېسیون یوه کمېټه ټاکلې ده، جدي او دقیقه څېړنه به کېږي، هر هغه څوک چې کاري غفلت يې کړی و او ملامت و، هغه ته به قانوني سزا ورکړل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ چې د میزان اتمه ویشتمه کېده، له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې د غړو د ټاکلو لپاره عمومي انتخابات ترسره شول.
که څه هم په دې ورځ د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د تخنیکي ستونزو له امله یو شمېر مرکزونه د رأیې اچونې په هدف خلاص نه شول، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د یکشنبې په ورځ په دغو مرکزونو کې د رأیې اچونې اعلان وکړ.
ښاغلي صیاد د دوشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې وویل چې په کندهار کې به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ انتخابات ترسره شي او نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د کندهار په انتخاباتو کې به ټولو تخنیکي ستونزو ته رسېدنه وشي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس دا هم وویل چې ټول هغه مرکزونه به په جدي ډول وڅېړل شي چې د درغلۍ شک پرې کېږي او ټولې هغه رأیې به باطلې اعلان شي چې په درغلۍ سره په صندوقونو کې اچول شوې دي.
ښاغلي صیاد ژمنه وکړه چې په پاکو رأیو سره به پاک خلک د افغانستان ولسي جرګې ته وټاکل شي.
د نوموړي د معلوماتو په اساس چې په ټولو ولایتونو کې له ولسوالیو د رأیو د صندوقونو انتقال ولایتي دفترونو ته پیل شوی دی.
دی زیاتوي:
"د موادو انتقال دوام لري، ډېر انتخاباتي مواد له مرکزونو ولسوالیو او له هغه ځایه ولایتي دفترونو ته انتقال شوي دي چې په مصؤن ډول ساتل کېږي، د معلوماتو د راټولو ملي مرکز جوړ شوی، دلته د انتخاباتو ټولې پایلې له ولایتونو او له کابل راټولېږي او دلته په سم شکل ثبتېږي."
د دغه کمېسیون رئیس د سیاسي احزابو هغه وروستۍ څرګندونې هم رد کړې چې ویلي یې دي، په انتخاباتو کې مهندسي شوې او درغلۍ ته زمینه برابره شوې وه.
نوموړي وویل چې د درغلۍ په اړه دې له دوی سره دقیق اسناد شریک شي، ترڅو دوی يې وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونو تېره ورځ ویلي دي چې د انتخاباتو کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره پوره چمتووالی نه درلود.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید په یوه خبري ناسته کې ویلي چې همدا مسئله لامل شوه چې د انتخاباتو په ورځ بېلابېلې ستونزې رامنځته شي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رأیې اچونې لپاره ۸٫۸ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۳ میلیونه یې ښځې دي.
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۲۵۶۶ کسانو ځانونه نوماند کړي وو چې نېږدې ۴۰۰ يې ښځې وې.
راپور: اکرام الله اکرام