د کندز سیمهییز چارواکي د کندز-تخار د لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکوي، دغه لاره له څلور ورځو راهیسې د وسلهوالو طالبانو د تحرکاتو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړلې وه.
په کندز کې د امن او عامه نظم د ۸مې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي نن دوشنبه د دغې لارې په اوږدو کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د دغې لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي وو چې په پایله کې یې د کندز-تخار لویه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د کندز ولایتي شورا او خلک له دولته غواړي چې د دغې لويې لارې په اوږدو کې شااوخوا کلي د طالبانو له شتونه تصفیه کړي او د امنیتي پوستو په شمېر کې زیاتوالی راولي، څو په وخت سره د وسلهوالو طالبانو د مسلحانه تحرکاتو او د ګواښونو مخه ونیسي او دغهراز خلک پرې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.