د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترڅ کې د بندرونو د تړلو له امله نږدې ۲۰۰ په تازه مېوو بار موټرې د تورخم په دروازه کې ولاړې پاتې دي او سلګونه ټنه انګور حتی لهمنځه تللي دي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن دوشنبه ازادي راډيو وویل، دغه لاره د پنځو ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړل شوې چې له املهيې د تازه مېوو صادروونکو ته ۶ لکه ډالره زیان رسېدلی دی.
د ده په خبره، اوسمهال په افغانستان کې د انګورو د حاصلاتو وخت دی، خو د دغې ستونزې له امله سوداګر او باغ لرونکو ته مالي زیان رسېدلی دی.