د امریکا دفاع وزارت پرون یکشنبه تأیید کړه چې د دوی یو جنرال جیفري سمایلي په کندهار ولایت کې د تېرې پنجشنبې د ورځې په پېښه کې ژوبل شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت یوه ویاند امریکايی رسنیو ته ویلي دي چې دغه ټپي شوی جنرال په کندهار کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیتيې مخ په ښه کېدو دی.
دغه ژوبل امریکايی جنرال په کندهار کې د امریکايي ځواکونو مشري کوي.
د کندهار د والي په دفتر کې د پنجشنبې د ورځې په ډزو کې د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس جنرال مومن ووژل شول.
د کندهار چارواکو ویلي دي چې برید د والي یوه ساتونکي چې نوی نوی په دنده ګمارل شوی و، هغه مهال وکړ چې افغان مقامات او کندهار ته ورغلی امریکايي پوځي پلاوی له غوڼدې څخه ووتل.
په امریکايی پلاوي کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم و چې د ډزو پر مهال ورته زیان نهدی رسېدلی.
وسلهوالو طالبانو د کندهار د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.