صیاد: د رأی ورکولو په شرایطو برابرو ۴۵ فیصده خلکو رأیه کارولې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې شااوخوا څلورو میلیونه کسانو رأیه ورکړه.

څه باندې اتو میلیونه خلکو د رأی ورکونې لپاره نومونه ثبت کړي وو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد پرون ماښام د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأی ورکونې د بهیر د ختمېدو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې په مجموع کې د رأی ورکولو په شرایطو برابرو ۴۵ فیصده خلکو رأیه کارولې ده.

هغه وویل چې د ټاکنو د شفافیت لپاره به د هغو مرکزونو رأیې دقیقې وڅېړل شي چې د درغلیو او زورواکو شکایتونه ترې شوي.

د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځو په ۴۵۷۶ مرکزونو کې وشول.

د انتخاباتو کمېسیون وویل، په کندهار کې به چې انتخابات‌یې ځنډول شوي راتلونکې شنبه انتخابات ترسره کړي.