ټایوان کې د یوه اورګاډي د بې‌پټلۍ کېدو پېښې ۱۸ کسان وژلي

ټایواني چارواکي وايي، د یوه اورګاډي د بې‌پټلۍ کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د ټایوان د اور وژنې ملي ادارې ویلي چې په‎دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه ټپیان هم دي.

د ټایوان د اورګاډو او رېل پټلیو ادارې ویلي چې په‎دې اورګاډي کې ۳۶۶ کسان ناست وو.

د اورګاډو اته واړه برخې له پټلۍ وتلې وې او پنځه‌یې چپه شوي.

د ټایوان د خبر د مرکزي اژانس په حواله شااوخوا ۳۰ کسان لا هم په واګونونو کې ایسار پاتې دي.