د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمال خاشقجي د تري تم کېدو په اړه د سعودي عربستان په توضیحاتو په انتقاد سره وویل چې هغوی په ډاګه دوکه کړې او دروغیې ویلي دي.
په واشنګتن پوسټ کې پهدې اړه د یوې خپرې شوې مرکې پر اساس ډونالد ټرمپ له خپل پخواني دریځ په شا شوی چې ویلي یې و د سعودي دریځ چې جمال خاشقجي په یوه شخړه کې وژل شوی د باور وړ دی.
ټرمپ داسې وخت خبره کړې چې پرون د اکټوبر په ۲۱مه بریتانیا، فرانسې او جرمني هم په یوه ګډه اعلامیه کې د جمال خاشقجي وژنه غندلې او د هغه څه په اړه چې شوي د سپیناوي غوښتنه کړې.
جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وویل، سې شنبه به د دې وژنې په اړه رښتیا په ډاګه ووايي.
جمال خاشقجي په امریکا کې اوسېده، خو د خپل اصلي هېواد سعودي عربستان په اوسني رژيمیې انتقادي لیکنې کولې.
خاشقجي د یوه رسمي سند د اخیستلو لپاره د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ورغلی و چې بیا یې مړی او ژوندی تر څو ورځو ورک و او اوس عربستان منلې چې دی د سعودي له ځینو چارواکو سره په لانجه کې وژل شوی.