افغانانو د ۱۳۹۷ کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخیسته څو خپل استازي وټاکي.
د ولسي جرګې دا وار وکیلان به د هغو ځای ناستي وي چې له تېرو څه باندې اتو کلونو راهیسې د ولسي جرګې غړي پاتې شوي ځکه انتخابات په ۲۰۱۵ کال کې ونهشول او په ځنډ یې بالاخره درې کاله واوښتل.
په دې اړه نور: غني: که څوک په انتخاباتي پروسه کې مجرم وپېژندل شي قانوني سزا به ورکړل شيافغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ ناوخته د رأی ورکونې د بهیر د پای ته رسېدو پر مهال ټلوېزیوني بیان ورکړ او خلکیې وستایل چې له ګواښونو سره سرهیې رأیه ورکړه.
نوموړي وویل:
"د افغانستان عظیم ولسه! تاسې د خپل رأی د کارولو له لارې نړۍ ته وښوده چې خشونت نهغواړئ. تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه. تاسې طالبانو ته ثابته کړه چې دا ولسونه هېڅڅوک هم په زور نهشي مهارولی. تاسې ته د طالبانو لهخوا واضح او ښکاره ګواښ وشو، خو تاسې په ټول قوت خپله اراده تمثیل کړه او زور ته تسلیم نهشوئ."
افغان حکومت اعلان کړی چې د سلګونه بریدونو او وارنکاره فعالیتونو مخهیې نیولې، خو بیا هم وسلهوالو مخالفینو ۱۹۲ بریدونه او بمي چاودنې کړي.
په دغو پېښو کې د کورنیو چارو د وزارت د اعلان له مخې ۱۱ سرتېري او پنځه ملکیان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.
په دې اړه نور: د انتخاباتو کمېسیون: په ځینو مرکزونو کې زورواکو د صندقونو د ډکولو هڅه کړېخو طالبانو چې وار له مخه د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی و د انتخاباتو په ماښام په یوه بیان کې دا انتخابات ناکامه وبلل او ویېویل چې وسلهوالو یې ۴۰۷ ځایه بریدونه کړي او لسګونه عسکرو تهیې مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له ټولو ګواښونو او ستونزو سره سره بیا هم شااوخوا څلور میلیونه کسانو د ولسي جرګې په اوسنیو انتخاباتو کې رأیه کارولې.
د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ماښام وویل چې اوس به د رأیو شمېر روان وي او ژر به پایلې له خلکو سره شریکې شي.
صیاد زیاته کړه:
"په ۴۵۷۶ مرکزونو کې رأیه کارول شوې ده. تر اوسه پورې کومې شمېرنې چې له ولایتونو راغلي په ۳۲ ولایتونو کې له کندهار، بادغیس «معلومات نهدي رسېدلي» او د یکشنبې ورځې له رأی ورکونې پرته د څلورو میلیونو په شااوخوا کې خلکو رأیه ورکړې ده. په مجموع کې ویلی شو چې ۴۵ فیصده واجدین د شرایطو رأیه ورکړې چې دا تېرو انتخاباتو ته په کتو په انتخاباتو کې د ګډون ډېره لوړه کچه ده."
ښاغلي صیاد ډاډ ورکړ په هغو مرکزونو کې چې زورواکو د بایو مټریک د نهکارولو هڅې کړي صندوقونه بهیې په دقیقه توګه بررسي او بیا به باطل اعلان شي.
د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې دوه نیم زره کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې خلکو له غزني او کندهار پرته په ۳۲ ولایتونو کې رأیه ورکړه.
د رأی ورکونې له بایو مټریک سیستم سره د یو شمېر انتخاباتي کارکوونکو نهبلدتیا، د ځینو رأی ورکوونکو د نومونونو ورکېدو او امنیتي ګواښونو او بریدونو د انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې جوړې کړې وې.
راپور: صفيالله ستانکزی