د افغانستان د ښځو چارو وزيره وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه.
دلبر نظري نن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل:
"واقعاً له پرون راهيسې مې چې خپله نظارت کړى او ځينې انتخاباتي ساحې مې کتلي، په ټاکنو کې د ښځو ګډون پراخ و، په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره- سره د رايو د صندوقونو پر لوري لاړې."
د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نږدې ۹ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې ٣ مليونه، ١٨ زره او څلور اتيا تنه يې ښځې دي.