د نايجريا په شمال کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دغه پېښې په تېرو څو ورځو کې په کادونا ايالت کې شوي دي.
د ايالت د پوليسو يوه چارواکي احمد عبدالرحمن نن وويل چې په کاسوان مګاني سيمه کې د اخ و ډب پر مهال ٢٢ کسان نيول شوي هم دي.
چارواکو په ښارګوټي کې د څو ساعتونو لپاره ګرځ-بنديز اعلان کړى دى.
محلي رسنۍ وايي دغه اخ و ډب تېره پنجشنبه په يوه مارکېټ کې د دوو مخالفو مذهبي ډلو ترمنځ پيل شو.
ولسمشر محمد بخاري وويل، هېڅ کلتور او مذهب د ژوند د تقدس بې احترامي نه کوي.
هغه وويل چې د هرې ټولنې د پرمختګ او ښېګڼې لپاره ګډ سوله ييز ژوند مهم دى.
پخوا هم په کادونا ايالت کې د ځايي مسلمانانو او عيسويانو ترمنځ اخ و ډب پېښ شوى دى.