ټاکنو کمېسيون: د انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ځينو ولايتونو کې د پرونيو انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې ده.

د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې په يوه کنفرانس کې وويل، دغه موارد څېړل کېږي:

"په اکثرو سيمو کې زورمندانو د پوليسو د درېشۍ احترام هم نه‎دى کړى، غوښتل يې په زوره مرکزونو ته ننوځي او په زوره يې هڅه کړې له بايومټريک وسيلې څخه چې شفافيت منځ ته راوړي استفاده ونه‎شي. دا ټول به په دقيقه توګه څېړل کېږي او هغه صندوق به باطل اعلانېږي."

ښاغلي صياد د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ځينې نيمګړتياوې او ګډوډۍ تأييد کړې خو ټينګار يې وکړ چې هڅه شوې دغه انتخابات په شفافه توګه ترسره شي.