د ښځو چارو وزيره: د ولسي جرګې انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه

د افغانستان د ښځو چارو وزيره وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه.

دلبر نظري نن له ازادي راډيو سره په مرکه کې وويل:

"واقعاً له پرون راهيسې مې چې خپله نظارت کړى او ځينې انتخاباتي ساحې مې کتلي، په ټاکنو کې د ښځو ګډون پراخ وو. په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره- سره د رأيو د صندوقونو پر لوري لاړې."

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نېږدې ۹ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې ٣ میليونه، ١٨ زره او څلور اتيا تنه يې ښځې دي.